Qutb e Madina Ke Aala Osaf

Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

چې کله به د مختلفو قبيلو خلق پۀ خدمت کښې حاضريدل نو آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغوئي ته پۀ ښکلې طريقه هر کلے وئيلو او مَرحَبَا به يـې وئيله، يو ځل د دَوس قبيلې 400 کَسان پۀ خدمت کښې حاضر شول، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته هر کلے ووئيلو او اوئې فرمائيل: مَرْحَبًا اَحْسَنُ النَّاسِ وُجُوْہًا وَ اَطْیَبُہُمْ اَفْوَاھًا وَ اَعْظَمُہُمْ اَمَانَۃً هر کله راشئ...!! څومره ښکلو مخونو والا، پاکو مخونو والا او پۀ امانت دارۍ کښې ډير عظمت والا خلق راغلي دي. ([1])

حضرت اُمِّ هاني رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي، يو ځل زۀ پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضره شوم، خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: مَرْحَبًا بِاُمِّ ہَانِی يعنې اُمِّ هاني ته هر کلے...!! ([2])

راغلي کَس ته يـې څادر عطا کړو

حضرت جَرير بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، هغوئي يو ځل بارګاهِ رسالت ته حاضر شول، هٰغه وخت رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ کور کښې وو، ډير صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم حاضر وو، پۀ کور کښې دننه د کښيناستو ځائے نه وو، حضرت جَرير بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم د دروازے نه بهر کښيناستو، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې هغوئي وليدلو نو د کرم درياب پۀ موجونو شو، (الله! الله! د حضرت جرير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بخت رابيدار شو)، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل څادر


 

 



[1]... سبل الہدیٰ۔

[2]... سبل الہدیٰ۔