Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

پۀ خدمت کښي حاضر شوم (روزانه چې به د شپې کوم د ميلاد محفل کيدلو پۀ هغې کښې مې شرکت وکړو)، د محفل نه پس چې ټول خلق لاړل نو سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووفرمائيل: عارِفه ځويه! ستاسو د کور نه خط راغلے دے، هغه ولوله! دا يـې چې ووئيل نو هغوئي خط ما له راکړو، ما ولوستو او غلے شان مې کيښودو. اوئې فرمائيل: ځويه! خط دې ولوستو! ما ووئيل: آؤ جي اومې لوستو. اوئې فرمائيل: څۀ اراده دې ده؟ عرض مې وکړو: زۀ هم پۀ مدينه منوَّره کښې پاتې کيدل غواړم. د مور بي بي زړۀ به هم يو څو ورځې پس پخپله صبر شي. سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووفرمائيل: ځويه! د مور خبره اومنه! پۀ دې کښې ستا د پاره برکت دے. ما بيا عرض وکړو: تاسو کرم وکړئ. زۀ مدينه پريښودل او تلل نه غواړم. بيا قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لږ پۀ جلال کښې راغلے او اوئې فرمائيل: نۀ...!! لاړ شه! د مور حُکم اومنه! تۀ به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مدينے منوَّرې ته راځې او هم دلته به پاتې کيږي.

عارِف صاحب وائي چې مدينه منوَّره خو مې زړۀ پريښودل نه غوښتل خو بيا هم د مور بي بي پۀ حکم او د پير صاحب پۀ ارشاد باندې پۀ نه زړۀ پاکستان ته واپس راغلم. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! څۀ موده پس کرم اوشو، د پير صاحب دُعا رنګ راوړو، محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم احسان ووفرمائيلو او زما د پاره پۀ مدينه منوَّره کښي د مستقل اوسيدو ذريعه جوړه شوه. ([1])

د مَسعُود احمد صاحب د پاره زيرے

مَسعُود اَحمد قادري ضيائي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 


 

 



[1]... ؟؟؟؟۔