Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

بيا يـې ووفرمائيل: هغوئي ګيره خريل پريښودي دي، سپي جنګول به هم پريږدي. بيا يـې د هٰغه زائِر اِصلاح وکړه او اوئې فرمائيل: د غيبت پۀ ځائے که دې دُعا کړې وے نو ستا د پاره به ښه وه. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! دا دي د الله پاک نيکان بندګان...!! څومره ښکلي اخلاق دي، څومره ښکلے انداز دے، اول خو وګورئ چې هغوئي به د خپلو اشنا خلقو خير خبر اخستو، دا هم يوه ښکلې ادا ده، بيا د اِصلاح انداز يـې څومره ښکلے دے، هغوئي دعا وکړله، بيا يـې د الله پاک د رحمت نه طمع وساتله چې هٰغه صاحب د ګيرې خريلو ګناه پريښودې ده نو نور فضوليات به هم پريږدي او د غيبت کوونکي اِصلاح يـې وکړه چې د چا څۀ بد ووينې نو خلقو ته يـې مۀ بيانوه، د هغۀ د غيبت کولو پۀ ځائے، د هغۀ پۀ حق کښي دُعا کوه! دا ستا د پاره ښه ده.

کاش چې زمونږه هم دا ذهن جوړ شي، اوس خو مَعَاذَ الله! هر خوا دروغ، غيبت، چغلي ده او ټوله معاشره د دې ګناهونو پۀ ولقه کښې ده، کاش چې زمونږ د ټولو دا ذهن جوړ شي چې مونږ به نۀ د چا غيبت اورو او نه به د چا غيبت کوو.

د سينو نه رازوړند خلق

د سرورِ کائنات، شاهِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د معراج پۀ شپه زۀ د داسې زنانؤ او نارينؤ پۀ خوا راتير شوم کوم چې د خپلو سينو نه رازوړند وو، ما پوښتنه وکړه: اے جبرائيله! دا څوک دي؟ عرض يـې وکړو: دا پۀ مخامخ باندې عيب لګوونکي او پشي شاه بد (يعنې غيبت)


 

 



[1]... ؟؟؟