Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

مُريد وو، د هغوئي سره هم تقريباً څۀ داسې واقعه شوې وه، وائي چې زۀ پۀ دويم ځل د حج د پاره حاضر شوم نو د حج نه پس مدينے منورې ته حاضري وشوه، زما اراده وه چې اوس به مستقل طور پۀ مدينه منوَّره کښې اوسيږم. نو هم د کور نه د تللو پۀ وخت مې د والد صاحب نه اجازت اخستے وو، زه چې مدينے منورې ته ورسيدم نو ځان له مې کار هم ولټولو او هم هلته اوسيدم. څۀ موده پس مې د والد صاحب خط راغلے، هغوئي حکم وکړو چې ځويه! پاکستان ته واپس راشه! زۀ پريشانه شوم، روزانه به د ماسخوتن د نـمونځ نه پس د پير صاحب سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضريدم، ما ورته مسئله عرض کړه نو اوئې فرمائيل: ځويه! زر لاړ شه! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! بيا به راځې او هم دلته به اوسيږې، د مور پلار حکم منل ضروري دي.

جناب مسعود احمد صاحب فرمائي: ما د پير صاحب خبره وومنله او واپس پاکستان ته راغلم. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د پير او مرشِد (سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) د دُعاګانو پۀ برکت زما نور دوه ځله د حج سعادت نصيب شو او آخر مې هم پۀ مدينه منوَّره کښې مستقل اوسيدل هم نصيب شول. ([1])

د اولياؤ خبره نه رد کيږي

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ...!! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د الله پاک چې کوم نيکان بندګان وي، اوليائے کرام وي، د هغوئي خبره نه غورځولے کيږي، هغوئي چې کومه خبره ووفرمائي، رَبِّ کريم پۀ


 

 



[1]... ؟؟؟؟۔