Qutb e Madina Ke Aala Osaf

Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

خلقو له ورځي، عموماً خلق هم داسې بغير د مُسکي کيدو نه، بغير د څۀ توجه نه سلام کوي بلکې اوس سلام چرته کوي، بس هسې د لاس يو څو ګوتې ميلاوهلے شي. د راتلونکي کَس هر کلے کول هم يوه پوره موضوع ده او نن سبا معاشرې ته د دې ډير ضرورت دے، خلقو له پۀ ښه طريقه د هر کلي وئيلو چل هم نه ورځي. دا مونږ له زده کول پکار دي، چې کله هم څوک زمونږ خوا له راشي، پۀ ښه انداز کښې پۀ مُسکي کيدو سره، پۀ مخ باندې د خوشحالۍ راوستو سره، د بهترينو الفاظو سره، ور وړاندې کيږئ او هر کلے ورته وايئ، دا هم يوه نيکي ده.

ښه هر کلے هم نيکي ده

خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: يوه نيکي هم وړه مۀ ګڼئ! بے شکه د خپل (مسلمان) ورور سره پۀ مُسکا باندې خبرې کول هم نيکي ده. ([1]) پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: د خپل (مسلمان) ورور سره پۀ روڼ تندي ميلاويدل هم نيکي ده. ([2])

الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عشقِ رسول

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مدينے د تاجدار، د زړونو د قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره تر ليونتوب حده


 

 



[1]... سبل الہدیٰ۔

[2]... سبل الہدیٰ۔