Qutb e Madina Ke Aala Osaf

Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

مړے بياموندے شو. د ضروري کاروايۍ کولو نه پس خلقو پۀ شريکه هغۀ ښخ کړو. پۀ دې کښې د مرحوم وارثان د هغۀ پۀ لټون کښې هلته راورسيدل او هغوئي د خلقو پۀ مخکښې د خپل دې خواهش اظهار وکړو چې مونږ د دۀ قبر پۀ خپل کلي کښې جوړول غواړو. نو قبر وکنستے شو او خاوره ترينه لرې کړے شوه او چې کله د مخ د اړخ نه بره کاڼے لرې کړے شو نو د دې ليدلو سره خلقو چغې کړې چې اوس لږه شيبه مخکښې چې يـې کوم ځلمے دفن کړے وو د هغۀ پۀ مخ باندې توره ګيره جوړه شوې ده او هغۀ ګيره د تورو ويښتو نه ده بلکې د تورو لړمانانو ده. دا خطرناک منظر يـې چې وليدو نو خلقو استغفار شروع کړو او پۀ څۀ چل وَل يـې قبر بيرته بند کړو او پۀ ويريدونکي حالت کښې خپلو کورونو ته واپس لاړل. ([1])

اَلْاَمَان وَالْحَفِیظ! الله پاک دې مونږ د داسې خطرناک انجام نه بچ کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

سرکار کا عاشق بھی کیا داڑھی منڈواتا ہے            کیوں عشق کا چہرے سے اظہار نہیں ہوتا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د غائبانه هستيانو تشريف راوړل

پۀ حُضُور سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د وِصال نه دوه مياشتې مخکښې څۀ عجيبه شان کيفيت راغلے وو، بعضې وخت به يـې بيا بيا فرمائيل: راځئ! قبلۀ مَن! تشريف راوړئ! يو ځل حاضرينو وليدل چې


 

 



[1]...    (کالے بچھو)