Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

ستا نه چې مخ پټ کړم نو چا ته به مخ کووم

يو ځل يـې ووفرمائيل: مِرزا (شکور بيګ حيدر آبادي) صاحب وائي:

نہ کوئی عمل ہے سنانے کے قابِل

نہ مُنہ ہے تمہارے دکھانے کے قابِل

خو اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

تجھ سے چُھپاؤں مُنہ تو کروں کس کے سامنے

کیا اور بھی کسی سے توقع نظر کی ہے

يعنې: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ ګنهګار يم، خطاکار يم، فرض کړئ که زۀ د شرم پۀ وجه ستاسو نه مخ پټ هم کړم نو چا ته به مخ کووم، ستاسو نه علاوه څوک دي پۀ چا پورې چې د کرم اُميد وتړلے شم؟

دا شعر چې يـې ولوستو نو سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووفرمائيل: د هغوئي د کرم پۀ لمن کښې خو پټيدے شو خو د هغوئي نه د مخ پټولو سره چرته تلے شو؟ او څنګ يـې پټولے شو؟ چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو د لاس پۀ تَلي باندې کائنات بالکل واضحه ويني. ([1])

د قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عشق نه ډکې اداګانې

* د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا کرامت وو چې کله به هم يو سيد صاحب تشريف راوړلو، اګر که د هغوئي سره به مخکښې څۀ تعارف نه وو شوے، بيا به هم هغوئي ته معلوميدله چې دے سيد دے، د هغوئي به يـې ډير


 

 



[1]... سبل الہدیٰ۔