Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پوښتنه وکړه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ دې کښې زمونږ د پاره څۀ دي؟ اوئې فرمائيل: بِکُلِّ شَعْرَۃٍ حَسَنَۃٌ يعنې د قربانۍ د هر ويښته پۀ بدل کښې ستاسو د پاره يوه نيکي ده. ([1])

جو خُدا کے لئے قربانی کیا کرتے ہیں                                 در اَصْل خُلد کے حقدار ہُوا کرتے ہیں

کوم خوش قِسمته عاشقانِ رسول چې روان کال د قربانۍ سعادت حاصلوي، الله پاک دې د هغه ټولو قربانۍ پۀ خپله بارګاه کښې قبولې کړي او څوک چې د قربانۍ وَس نه لري او پۀ زړۀ کښې يـې ارمان لري، الله پاک دې هغوئي له هم وَس ورکړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

ځويه! د مور خبره اومنه...!!

محمد عارِف قادري ضيائي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُريد دے. فرمائي چې د کال 1974ء خبره ده، ما پۀ مدينه منوَّره کښې د مستقل اوسيدو فيصله وکړه. پۀ مدينه منوَّره کښې د کاروبار هم يوه ذريعه جوړه شوه. بس د مور بي بي نه اجازت اخستل پاتې وو، نو د مدينے منورې نه مې مور بي بي ته خط وليکو او اجازت مې وغوښتو خو مور بي بي اجازت رانکړو او اوئې فرمائيل: پاکستان ته واپس راشه! د دې سره سره مور بي بي د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښي هم خط راوليږو، هغوئي ته يـې هم خواست وکړو چې د عارِف جدائي به زۀ اونه زغملے شم، مهرباني وکړئ دے واپس راوليږئ!

عارِف قادري صاحب فرمائي: يو ځل زۀ د شپې د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 


 

 



[1]... ابن ماجہ، کتاب  الاضاحی، باب ثواب الاضحیۃ، صفحہ:510، حدیث:3127۔