Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf
خپل کرم باندې د هغوئي خبره پوره کوي. پۀ بخاري شريف کښې اوږد حديثِ پاک دے، او هغه هم حديثِ قُدسي دے يعنې زمونږ د رَبّ ارشاد دے، الفاظ د محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي، ارشاد دے: مَنْ عَادَی لِیْ وَلِیًّا فَقَدْ اٰذَنْتُہٗ بِالْحَرْب څوک چې زما د يو وَلي (يعنې زما د دوست) سره دښمني وساتي زۀ (رَبِّ قهّار) د هغۀ سره د جنګ اعلان کووم. ([1])
دا د اولياؤ شان دے، د هغوئي سره دښمني د الله پاک سره د جنګ اِعلان دے. د دې حديث شريف پۀ آخره کښې دي: وَ اِنْ سَاَلَنِیْ لَاُعْطِیَنَّہٗ او که هغۀ (يعنې وَلِيُّ الله) زما نه څۀ وغواړي نو زۀ (الله رَبُّ العالمين) يـې ضرور هغۀ ته عطا کووم.
سُبْحٰنَ اللہ! دا د رَبِّ کريم پۀ بارګاه کښې د اولياؤ مقام دے، د هغوئي عزت دے چې هغوئي څۀ ووفرمائي، څۀ چې د الله پاک نه وغواړي، رَبِّ رحمان او رَحيم صرف پۀ خپل کرم سره د هغوئي خبره نه رد کوي بلکې د هغوئي سوال قبلوي. مولانا رُوم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
گُفْتَۂِ اُوْ گُفْتَۂِ اَللّٰہ بَوَدْ گَرْچِہ اَزْ حُلُقُومِ عَبْدُ اللّٰہ بَوَدْ
مفهوم: د وَلِي د خُلې نه وتلې خبره هغه وي کومه چې رَبِّ کريم پخپله پۀ هغوئي وئيل غواړي، اګر که د بنده د حَلق نه وتلي الفاظ وي، خو پۀ حقيقت کښې د رَبّ د مرضۍ مطابق وي.
د قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تعارُف
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ څلورم ذُو الـحِجَّةُ الـحرَام د قطبِ مدينه