Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

کوونکي دي. ([1])

مجھے غیبتوں  سے  بچا  یاالہٰی!                                                                                 گناہوں کی  عادت چُھڑا یاالہٰی!

پئے مُرشدی دے  مُعافی خدایا                                                                  نہ دوزخ  میں  مجھ کو جلا یاالہٰی!

غيبت اوريدل هم حرام دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې کښې خو هيڅ شک نشته چې پۀ معاشره کښې غيبت ډير زيات خور شوے دے، خو مونږ د ګناه دا دومره غټ سيلاب ودرولے شو، که چرې مونږ خپل پوخ دا ذِهن جوړ کړو چې زۀ به غيبت نه اورم، يقين وکړئ چې که مونږ غيبت اوريدل پريږدو نو غيبت کوونکي به غيبت کول پريږدي. پۀ حديثِ پاک کښې دي: د الله پاک د ټولو نه آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سندرې وئيلو او سندرې اوريدو نه، د غيبت کولو او د غيبت اوريدو نه او د چغلۍ کولو او چغلۍ اوريدو نه منع فرمائيلې ده. ([2])

علّامه منَاوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې فرمائي: غيبت اوريدونکے هم د غيبت کوونکو نه وي. ([3])

پۀ غيبت کښې د شريکيدو مختلف انداز

افسوس چې څنګه دلته غيبت عام دے، هم داسې د غيبت اوريدونکو او پۀ دې کښې د شرکت کوونکو او ګنهګاريدونکو هم څۀ


 

 



[1]... (شُعَبُ الْاِیمان ج ۵ ص ۳۰۹ حدیث ۶۷۵۰)

[2]... (جامع صغیر، حدیث:9378)۔

[3]...  (فیضُ القدیر ج ۳ ص ۶۱۲ تحتَ الحدیث ۳۹۶۹)  ۔