Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مَدَني قافله
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د اوليائے کرامو د فيضان موندلو، باکرداره او اخلاقي مسلمان جوړيدو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ او د دعوتِ اِسلامي پۀ 12 ديني کارونو کښې ښۀ پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او د دنيا بے شميره برکتونه به مو نصيب شي. پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مَدَني قافله هم ده.
* بے شکه د نيکئ دعوت ورکول، پۀ دې لاره کښې سخته تيرول د انبياؤ علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي، * د دِين کار پۀ سختو تيرولو، پۀ قربانو ورکولو کيږي * انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام * صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم * نيکان خلق به د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره د خپلو کورونو نه وَتَل * لرې پرتو علاقو ته به تلل * هجرت به يـې کولو او سخته به يـې تيروله او د دين پيغام به يـې عام کولو * د مخکښينو خلقو پۀ قربانو مونږ ته دِين رارسيدلے دے
* د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي هم پۀ دې لاره باندې روان دے * پۀ ټوله دنيا کښې د دِين د پيغام عام کولو د پاره پۀ لکونو عاشقانِ رسول د مَدَني قافلو پۀ شکل کښې ملک ملک، ښار ښار، کلي کلي ته ځي او د نيکۍ دعوت عام کوي * د مَدَني قافلو پۀ برکت باندې ډير کافران د کلمې وئيلو سره مسلمانان شوي دي * د لکونو پۀ ژوند کښې د نيکو سپرلے راغلے دے * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د 3 ورځو، 12 ورځو، يوې مياشت او د 12 مياشتو قافلې سفر کوي.
* تاسو هم پۀ مَدَني قافله کښې سفر وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو