Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

فرمائيل به يـې: ښه! راوړئ، بيا به يـې ترينه يو څو ګوټه وکړل. ([1]) * چې کله به څوک پۀ مدينه منوَّره کښې وفات شو او هغوئي به خبر کړے شول چې حضرت فلانکے وفات شوے دے او هغۀ پۀ بقيع کښې دفن کړے شوے دے نو هغوئي به فوراً لاسونه پورته کول او د وفات شوي کَس د پاره به يـې دعا کوله او فرمائيل به يـې چې الله پاک دې مونږ هم د هغۀ سره ميلاؤ کړي. ([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ راز پوهه شو

يو ځل د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ځائے کښې محفلِ ميلاد وو، د حيدر آباد (دکن، هندوستان) يو مشهور شاعر مِرزا شکور بيګ هم حاضر وو، هغوئي خپل يو ليکلے نعت شريف ووئيلو، د هغې د آخري شعر مفهوم څۀ داسې وو چې پۀ مِرزا کښې څۀ صفت خو شته، د کوم پۀ وجه چې سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هر کال دے مدينے ته رابلي.

مِرزا صاحب دا نعت ووئيلو، وخت تيريدو، بيا الله پاک څۀ داسې وکړل چې هٰغه مِرزا شکور صاحب څوک چې به هر کال مدينے منورې ته حاضريدو، بيا دوه، درې کاله تير شول، د حاضرۍ هيڅ سبب جوړ نه شو، ډير پريشانه شو چې د حاضرۍ نه ولې محرومه شوم، هيڅ پۀ پته نه پوهيدو، آخر يـې د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې پيغام وليږلو او عرض


 

 



[1]... انوارِ قطبِ مدینہ

[2]... سیدی ضیاء الدین احمدالقادری، ج 1، ص 534 ماخوذا