Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf
هغوئي لاسونه جوړه کړي دي او چا ته خواست کوي: ما معاف کړئ! د کمزورۍ پۀ وجه زۀ د تعظيم د پاره نشم پاڅيدے. د حاضرينو پۀ پوښتنه يـې ووفرمائيل: اوس حضرت خضر عَلَیْهِ السَّلَام ، حُضُور سرکارِ بغداد غوثِ اعظم او زما پير او مرشِد امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهما تشريف راوړے وو. ([1])
پۀ څلورم ذُو الحج، کال 1401ھ (بمطابق 10 فروري، 1981ء) د جُمعې پۀ ورځ د مسجدِ نبوي شريف مؤذِن چې کله اللهُ اکبر، اللهُ اکبر ووئيل او اذان يـې شروع کړو نو هم د دې سره سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کلمه مبارکه ولوستله او هغوئي د دې دُنيا نه رِحلت وکړو. د غسل شريف نه پس کفن وغوړولے شو او د سر مبارک لاندې يـې د حُجرۀ مَقصُوره شريف يعنې د شنو جنګلو د دننه حصې خاوره مبارکه کيښودے شوه او نور مختلف تبرکات هُم کيښودے شول. بيا کفن مبارک وتړلے شو. د مازديګر د نـمانځه نه پس د قصيده بُرده شريف پۀ اوازونو کښې جنازه مبارکه يوړے شوه.
عاشق کا جنازہ ہے ذرا دھوم سے نکلے
محبوب کی گلیوں میں ذرا گھوم کے نکلے
آخر د بے شميره غم زپلو پۀ موجودګۍ کښې پۀ بقيعِ پاک کښې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شهزادګۍ فاطـمة الـزهرا رَضِىَ اللهُ عَـنْها د مزار مبارک نه صرف پۀ دوه ګزه فاصله کښې دفن کړے شو. د الله رَبُّ العزّت دې پۀ هغوئي باندې