Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

مونږ له چرې هم لوئي خبرې نه دي کول پکار، بس عاجزي کوئ، د الله او د رسول عاجزه بنده جوړ شئ، پۀ دې کښي عافيت دے، پۀ دې کښې خير دے، څوک چې د الله او د رسول پۀ مخکښې سر پورته کوي، بيا هغۀ چرې هم د سر پورته کولو لائق نه پاتې کيږي.

پۀ باطني اسبابو باندې هم غور کوئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې واقعه کښې يوه اهمه خبره د زدکړې د پاره دا هم ده چې زمونږ د * مشکلاتو * پريشانو * او ناکامو سبب دې هميشه ظاهري وي نو دا ضروري نه ده * مشکلات * پريشانۍ * ناکامۍ بعضې وخت د باطني اسبابو پۀ وجه هم راځي. دلته عام طور دې اړخ ته پام نه کيږي، نن سبا هر دويم دريم انسان پريشانه ښکاري، چې د پريشانۍ د وجهې پوښتنه ترينه وکړې * نو څوک به وائي چې ډيره زياته ګراني ده * څوک به وائي چې د فلانکي پۀ وجه داسې وشول * څوک به وائي چې حکومت ښه نه دے * څوک به وائي چې عوام ښه نه دي. د هر يو کَس خپله خپله رائے ده خو * دا غور څوک هم نه کوي چې ما د سحر نـمونځ نه وو کړے ځکه پريشاني راغلې ده * دا سوچ څوک هم نه کوي چې د قرآنِ کريم نه بے رغبتي زياته شوې ده ځکه مسئلې پيدا کيږي * دا سوچ به څوک هم نه کوي چې رشتې ماتول عام شوي دي * بدکاريانې زياتيږي * بے حيائي عام کيږي * جوماتونه شاړ پراته دي، دا هم د ناکامو اسباب دي، دا هم د بے برکتۍ اسباب دي، که مونږ پۀ دې باطني اسبابو باندې غور وکړو او د دې حل کول شروع کړو نو يقين وکړئ چې زمونږ