Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

نصيب شي * پۀ مَدَني قافله کښې فرض عِلمِ دِين ښودلے شي * سُنَّت ښودلے شي * د تهجدو کولو سعادت ميلاويږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو موقع ميلاويږي * د قافلې پۀ برکت سره د عاګانو پوره کيدو *د سختو لرې کيدو * د بيمارانو د شفا نصيب کيدو هم پۀ سوونو واقعات دي *داسې هم شوي دي چې پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کوونکو عاشقانِ رسول د ډاډګيرنې د پاره خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے دے، پۀ خوب کښې يـې تشريف راوړے دے او پۀ قافله کښې برخه اخستونکو له يـې ديدن ورکړے دے.

چې مونږ پۀ مَدَني قافله کښې سفر وکړو نو څۀ پته چې پۀ مونږ باندې هم کرم وشي. کم از کم هره مياشت د 3 ورځو پۀ مَدَني قافله کښې د سفر نيت وکړئ! راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو:  

د باغ ځانګو

د حيدر آباد پۀ يوه محله کښې د علاقائي دورې د دعوت نه د متاثره کيدو سره يو ماډرن ځلمے جومات ته راغلو. پۀ بيان کښې پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر کولو ترغيب ورکړے شو نو هغۀ پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کولو د پاره نوم وليکو. د قافلې پۀ روانيدو کښې لا يو څو ورځې پاتې وې چې هٰغه ځلمے وفات شو. پۀ کور والؤ کښې يو کَس هغۀ پۀ خوب کښې پۀ دې حالت کښې وليدو چې هغۀ پۀ يو شين باغ کښې ډير خوشحاله دے او پۀ ځانګو کښې ځانګي. خوب ليدونکي ترينه پوښتنه وکړه چې دلته څنګ راغلې؟ هٰغه ځلمي جواب ورکړو چې د دعوتِ اِسلامي د مَدَني قافلې سره راغلے يم، الله پاک ډير کَرم فرمائيلے دے، زما مور ته ووايه