Qutb e Madina Ke Aala Osaf

Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د قربانۍ ورځې رانزدې دي، هر خوا د سُنَّتِ ابراهيمي خبرې کيږي، خوش قِسمته خلق د الله پاک د خليل حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د سُنَّت ادا کولو د پاره مال خرچ کوي او ښکلي ښکلي څاروي اخلي، پۀ کوڅو کښې هر خوا څاروي پۀ نظر راځي. الله پاک دې مونږ ټولو ته د قربانۍ کولو توفيق راعطا کړي. حضرت زِيد بن اَرقم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ بارګاهِ رسالت کښې عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا قربانۍ څۀ ده؟ خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: سُنَّۃُ اَبِیْکُم اِبْرَاہِیْم يعنې ستاسو د والد ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سُنَّت دي.


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔