Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

يـې وکړو: عالي جاه! ډير ناقلاره يم، دُعا وکړئ چې حاضري وکړم!

سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو وَلِيُّ الله وو، د الله پاک اوليائے کرام خو پۀ هٰغه رازونو هم پوهيږي کوم لور ته چې د عامو خلقو هډو توجه هم نه وي، هغوئي د مِرزا صاحب دې شعر ته پام راوګرځولو. بيا مِرزا صاحب ته معلومه شوه چې ما وئيلي وو چې زۀ هر کال مدينے منورې ته راځم، دا زما کمال دے. هغۀ د هغې نه توبه کړه. د الله پاک کرم ته وګورئ چې پۀ راتلونکي کال يـې بيا د حاضرۍ سعادت نصيب شو.

بيا مِرزا صاحب د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضر شو، نعت شريف يـې ووئيلو او د هغې پۀ آخري شعر کښې يـې ووئيل:

ہر سال بلانے میں ہے راز یہی مِرزا                                    سرکار جگاتے ہیں تقدیر کمینے کی([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

عاجزي اختيار کړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې خبره باندې ځان پوهه کړئ، لوئي خبرې کول بعضې وخت ډيره ګرانه پريوځي، چا عاشق وئيلي دي:

اُچّے بَول نہ بَوْل ظُہُوری، ربّ دے بندے کِہْہ گئے نے

نِیْوِیں پا کر ٹُرْدِیَاں رہنا چَنْگا لگدا اے

وضاحت: يعنې اے ظُهُوري! د الله پاک نيک بنده وئيلي دي چې لوئي خبرې مۀ کوه! بس پۀ عاجزۍ سره ټيټ سر ګرځيدل ښه ښکاري.


 

 



[1]... سیدی ضیاء الدین احمد القادری، ج 1، ص 534 ماخوذا