Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

ادب کولو، لاسونه به يـې ورله هم ښکلول. ([1]) * د مصطفٰے د نوم به يـې بے حده ادب کولو، مصطفٰے نومې يو کَس د هغوئي خادم وو او د عمر نه هم کم وو، د هغوئي عادت وو چې هغۀ به يـې کله هم رابللو نو د يا سيّدي مصطفٰے وئيلو سره به يـې رابللو. ([2]) * يو ځل د هغوئي شهزاده هٰغه خادم پۀ څۀ وجه د کار نه ويستو، چې کله قطبِ مدينه د دې نه خبر شو نو هغوئي هٰغه خادم راوبللو او صرف د هغۀ د نوم ادب کولو سره يـې ووفرمائيل: يا سيدي مصطفٰے تۀ کار خو پريږدې البته هره مياشت راځه او زما نه خپله تنخوا وړه. ([3])

 سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے...!! د دې نه اندازه ولګوئ چې صرف د پاک نوم دومره ادب دے نو سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پخپله د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څومره ادب کولو.

* د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا هم د عشق نه ډکه ادا وه چې که چا دولت مند به هغوئي کور ته اوبللو نو فرمائيل به يـې: زۀ د خپل کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دَر باندې پروت يم، زما کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما د پاره کافي دے. پۀ ناسته ناسته راله ټکړه راکوي، ډيره ښه يـې راکوي، خورم يـې  او ښه يـې خورم. ([4]) * سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د وِصال پۀ آخري ورځو کښې بالکل څۀ نه خوړل چې دا به عرض وکړے شو چې پۍ او شات د رسولِ هاشمي مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير خوښ وو نو


 

 



[1]... سیدی ضیاء الدین احمد القادری، ج 1، ص 531 ماخوذا

[2]... سیدی ضیاء الدین احمدالقادری،ج 1، ص 534 ماخوذا

[3]... سیدی ضیاء الدین احمدالقادری، ج 1، ص 534 ماخوذا

[4]... سیدی ضیاء الدین احمدالقادری، ج 1، ص 505 ماخوذا