Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

پريشانۍ ختميدے شي. ډاکټر اقبال وئيلي وو:

سبب کچھ اَور ہے، جسے تُو خُود سمجھتا ہے              زوال آدمِ خاکی کا بےزَرِی سے نہیں([1])

 يعنې د ناکامو سبب صرف دا نه دے چې * ډيره زياته ګراني ده *روزګار نشته، بلکې * کردار خراب شوے دے * د مشرانو احترام نه کيږي * پۀ ماشومانو باندې شفقت نه کيږي * د غريب تپوس نه کيږي * د خپلوانو احساس نه کيږي * د نـمونځ، روژې فِکر نشته * د الله او د رسول احکامو ته توجه نه کيږي، دا هم زمونږ د ناکامو اسباب دي، مونږ له پۀ دې باندې هم غور کول پکار دي.

د وئيلو مقصد دا دے چې کله هم څۀ پريشاني راځي، مشکل راځي، پۀ څۀ کار کښې ناکامي راځي نو د دې د حل کولو د پاره تشخيص ښه پوره کوئ، د مسئلې جرړې ته ځان رسوئ، ډاکټر چې کله ښه تشخيص وکړي نو دوائي اثر کوي، ځکه پۀ مشکل، پريشانۍ، ناکامۍ وغيره باطني سبب باندې هم د غور کولو عادت جوړ کړئ! پۀ دې باندې مونږ د معاملې جرړې ته رسيدے شو، چې کله د معاملې جرړې ته ورسو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې حل به هم راوځي.

يو ځل پير مِهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سفر کښې وو، د ماښام د نـمونځ وخت شو نو هغوئي ووفرمائيل: نـمر پريوځي، نـمونځ دې وکړے شي. ډرائيور عرض وکړو: مونږ به ډير زر فلانکي ځائے ته ورسو، لہٰذا هلته چې ورسو نو نـمونځ به ادا کړو (هغوئي پۀ سفر کښې وو، جَمع پرې واجب نه وه، لہٰذا) هغوئي خاموش پاتې شول. چې لږ مخکښې لاړل نو ګاړے اړتاؤ


 

 



[1]... ؟؟؟