Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf
د دې نه پس ما (عارف قادري) ته مخاطب شو او اوئې فرمائيل: عارفه! زما پۀ نزد خو ګيره د واجب نه هم څۀ بره ده. عارف قادري وائي چې ما پۀ هٰغه ورځ تازه تازه ګيره خريلې وه، د هغوئي فرمان مې چې واوريدو نو وشرميدم، بدن مې پۀ خوله کښې ډوب شو، پۀ زړۀ باندې مې د الله پاک د ويرې غلبه وه، پۀ خُله مې څۀ وئيلے نه شو، ما هم پۀ زړۀ زړۀ کښې د ګيرې خريلو نه توبه کړه.
وائي چې پۀ بَله ورځ زۀ پۀ يو سفر باندې روان ووم، ما پۀ ګاډي کښې دوستانو ته دا واقعه بيان کړه نو پۀ هغوئي کښې هم څلورو کَسانو د ګيرې خريلو نه توبه کړه. ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ګيره خريل يا د يو موټي نه وړه کول دواړه حرام او دوزخ ته بوتلونکي کارونه دي. ([2]) افسوس چې نن دا ګناه پۀ معاشره کښې ډيره عام شوې ده او د دې سبب څۀ دے؟ صرف فيشن پرستي. کاش چې مونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلي ښکلي سُنَّت اختيار کړو، ګيره هم پريږدو، زلفې هم وساتو، څومره به ښه وي چې عمامه تړل مو هم نصيب شي، کاش چې د ګناهونو نه نفرت او د نيکو سره مو محبَّت نصيب شي.
اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکي: د کوئټې سره نزدي پۀ يو کلي کښې د يو کلين شيو کوونکي ځلمي لاوارثه