Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

کولے شي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دا به ستاسو د پاره صدقۀ جاريه وي. د دې سره سره پۀ خپله کوڅه او محله کښې، خپلو خپلوانو ته فون وغيره وکړئ او هغوئي له هم د دې ترغيب ورکړئ! پۀ خپل کوشش باندې څرمنې هم راجمع کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به هم برکتونه در نصيب کيږي، پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې د څۀ خير پۀ لور رهنمائي وکړه هغۀ ته به پۀ دې باندې د عمل کوونکي همره ثواب ميلاويږي. ([1])

د څرمنو راجمع کولو پۀ باره کښې يو څو احتياطي تدبيرونه وړاندې کولے شي: * د الله پاک د رضا د پاره څرمنې راجمع کړئ * د څرمنو راجمع کولو پۀ وخت د نـمونځونو پابندي وکړئ * د بدبوداره جامو سره جومات ته د تللو نه ډډه وکړئ، دې د پاره يوه صفا سوترا جوړه د ځان سره وساتئ * جومات، مدرسه وغيره پۀ وينو د ګنده کولو نه بچ کړئ * چا چې يوې بَلې ادارې ته د څرمنې ورکولو وعده کړې وي پۀ هغوئي باندې وعده مۀ ماتوئ * چا ته غصه مۀ کوئ * د څرمن ورکوونکي پۀ ښه طريقه مننه وکړئ * پۀ داسې ځائے کښې د څرمنو راجمع کولو سټال مۀ لګوئ چرته چې خلقو ته پۀ تللو راتللو کښې تکليف وي.

عطارؔ سے محبوب کی سُنَّت کی لے خدمت          ڈنکا یہ تِرے دین کا دُنیا میں   بجادے([2])

 صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

 الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]... ترمذی، ابواب العلم، باب ماجاء الدال...الخ، صفحہ:628، حدیث:2671۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:112۔