Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

زنانه باندې واجب ده کوم چې د نصاب مالِک (يعنې د چا سره چې دوه پنځوست نيمې (52.5) تولې سپين زر يا د دې ماليت رقم يا د دومره ماليت د تجارت مال يا د دې ماليت د اصلي حاجت نه علاوه سامان) وي. ([1]) * څوک چې د وَس لرلو باوجود قرباني ونکړي، د داسې کَس پۀ باره کښې آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي چې دے دې زمونږ د عيد ګاه خوا له نه راځي. ([2]) * حضرت بابا فريد الدِّين ګنج شَکر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې صدقه او قرباني نه کوي د هغۀ نه ارام اخستے شي. ([3])* د قربانۍ پۀ وخت کښې هم قرباني لازمي ده بَل يو څيز (يعنې د مال وغيره پۀ ذريعه صدقه) کافي نه ده. ([4])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قربانۍ د تفصيلي احکامو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه کتاب بہار شریعت جلد: 3، حصه: 15 او د اميرِ اهلسُنَّت حضرت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د 50 صفحو رساله ابلق گھوڑے سوار واخلئ او دا ولولئ. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .


 

 



[1]... فتاویٰ ہندیہ، کتاب الاضحیہ، باب فی تفسیرھا و رکنھا...الخ، جلد:5، صفحہ:360-362 ملتقطاً۔

[2]... ابن ماجہ، کتاب الاضاحی، باب الاضاحی واجبۃ ام لا ، صفحہ:509، حدیث:3123۔

[3]... فیضان بابا فرید ، صفحہ:65۔

[4]... فتاویٰ ہندیہ، کتاب الاضحیہ، باب فی تفسیرھا و رکنھا...الخ، جلد:5، صفحہ:363۔