Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

ورځ ده يعنې پۀ دې ورځ باندې د وخت د ولئ کامِل، عالِمِ با عَمَل، عاشِقِ رسول، سيدي قطبِ مدينه حضرت ضياءُ الدِّين مَدَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وِصَال مبارک شوے وو. سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پير صاحب يعنې د عطّاريانو نيکه بابا پير دے.

* هغوئي پۀ کال 1877ء کښې دُنيا ته تشريف راوړلو. * سيالکوټ د هغوئي آبائي ښار دے. * د هغوئي پيدائشي نوم احمد مُختار دے. * د هغوئي [د پلار د اړخ نه] نيکه بابا جان د هغوئي نوم ضياءَ الدِّين کيښودو. * هغوئي د مسلمانانو د وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ اولاد کښې دي. * د هغوئي خاندان د علمائے کرامو او صوفيائے کرامو کورنۍ وه * د هغوئي پۀ پلار نيکونو کښې شيخ عبد الله قادري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کراماتو خاوند ولي وو، تقريباً په شپاړسمه صدۍ عيسوۍ کښې يـې هجرت کړے وو او مدينے منورې ته تلے وو. * دغه شان شيخ عبد الحليم قادِري هم د هغوئي پۀ نيکونو کښې دے، دے هم ډير باکماله عالِم او صُوفي وو. ([1])

* سيدي قُطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د اوليائے کرامو سره ډير محبَّت کولو، پخپله فرمائي: زما پلار نيکونه ټول قادريان (يعنې د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُريدان) وو. * د قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادت وو چې د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوم مبارک به يـې واوريدو نو د اَدَب له وجهې به يـې سر ښکته کولو. ([2])


 

 



[1]... سیدی ضیاء الدین احمدالقادری ، جلد:1، صفحہ:184، 186 ملتقطاً بتصرف۔

[2]... سیدی ضیاء الدین احمدالقادری ، جلد:1، صفحہ:186 بتصرف۔