Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

نو د ځان سره ماشومان او زنانه هم بوځي۔۔۔؟ که اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د جنګ پۀ اِراده تشريف راوړلو نو د صحابۀ کرامو پۀ زرګونو لښکر به هم د هغوئي سره ضرور وو * دويمه خبره دا ده چې کومو خوش قِسمتو د کربلا پۀ ميدان کښې خپل ځانونه قربان کړل، هٰغه ټول اهلِ بيت نه وو، پۀ دې کښې صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم وو او تابعين هم وو۔ د کربلا پۀ ميدان کښې د اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د قافلې د ټولو کَسانو شميره 72 يا 82 او د بعضې روايتونو مطابق د 100 نه لږه زياته وه، پۀ دې کښې د 18 نه تر 20 پورې کَسان اَهلِ بيت وو، باقي پاتې ټول صحابۀ کرام او تابعين وو۔ مثلاً * حضرت اَنس بن حارِث رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، هغوئي د کربلا په ميدان کښې شهيد شو ([1])  * حضرت حَبيب بن مُظَهِّر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، د کربلا پۀ ميدان کښې شهيد شو ([2]) * حضرت عبد الله بن يَقطَر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، د کربلا پۀ ميدان کښې شهيد شو ([3])  * حضرت عَمّار هَمداني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، پۀ کربلا کښې شهيد شو ([4]) * حضرت  شَبِيب بن جَرَاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د صحابئ رسول ځوي دے، پۀ کربلا کښې شهيد شو ([5]) * حضرت خُفَينه بن قَيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د صحابئ رسول ځوي دے، پۀ کربلا کښې شهيد شو۔ ([6])  * حضرت قَيس بن مُسهِر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د صحابئ رسول ځوي دے، پۀ کربلا کښې شهيد شو۔ ([7]) هم داسې نور هم صحابۀ کرام او تابعين دي څوک چې د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره په کربلا کښي شريک شوي وو، د حضرت اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مخې ته يـې ځان ډال


 

 



[1]... الاصابہ فی تمییز الصحابہ، رقم:266، جلد:1، صفحہ:110۔

[2]... مراۃ الزمان، جلد:8، صفحہ:137۔

[3]... الاصابہ فی تمییز الصحابہ، رقم:6180، جلد:5، صفحہ:7۔

[4]... الاصابہ فی تمییز الصحابہ، رقم: 6477، جلد:5، صفحہ:111۔

[5]... الاصابہ فی تمییز الصحابہ، رقم: 1279، جلد:1، صفحہ:468۔

[6]... الاصابہ فی تمییز الصحابہ، رقم: 3657، جلد:3، صفحہ:202۔

[7]... الاصابہ فی تمییز الصحابہ، رقم: 8439، جلد:6، صفحہ:247۔