Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

فَالَّذِیْنَ ہَاجَرُوْا وَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِھِمْ وَ اُوْذُوْا فِیْ سَبِیْلِیْ وَ قٰتَلُوْا وَ قُتِلُوْا لَاُکَفِّرَنَّ عَنْہُمْ سَیِّاٰتِہِمْ وَ لَاُدْخِلَنَّہُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِہَا الْاَنْہٰرُ ۚ ثَوَابًا مِّنْ عِنْدِ اللّٰہِ ؕ وَ اللّٰہُ عِنْدَہٗ حُسْنُ الثَّوَابِ (۱۹۵)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پس کومو خلقو چې هجرت وکړو او د خپلو کورونو نه اُووِيستلے شول او هغوئي ته زما پۀ لاره کښې تکلييف ورکړے شو او هغوئي جهاد وکړو او قتل کړے شول نو زۀ به ضرور د هغوئي ټول ګناهونه د هغوئي نه لرې [معاف] کړم او ضرور به هغوئي داسې باغونو ته داخل كړم د کومو نه لاندې چې نهرونه بهيږي (دا) د الله د بارګاه نه اجر دے او صرف د الله سره ښه ثواب دے۔

(پارہ:4، ال عمران:195)

د دې نه معلومه شوه چې هٰغه خلق کومو چې د دِين د پاره خپل کور کلے پريښودو، د الله پاک پۀ لار کښې ورته تکليف ورسيدو، د رَبّ د دښمنانو سره يـې جنګ وکړو او شهيدان کړے شول، هغوئي به الله پاک د جنَّت باغونو ته داخلوي، هٰغه باغونه د کومو نه لاندې چې نهرونه بهيږي۔

(2): پۀ دويمه سيپاره سورۀ بقرہ، آیت: 218 کښې الله پاک فرمائي:

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ الَّذِیْنَ هَاجَرُوْا وَ جٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِۙ-اُولٰٓىٕكَ یَرْجُوْنَ رَحْمَتَ اللّٰهِؕ-وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ(۲۱۸)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه هٰغه خلق چې ايمان يـې راوړو او هغوئي چا چې د الله د پاره هجرت وکړو او د الله پۀ لاره کښې يـې جهاد وکړو، هغوئي د الله د رحمت اميدوار دي او الله بخښونکے، مهربانه دے۔

د دې آيت مبارک نه معلومه شوه چې څوک د دِين د پاره کور کلے پريږدي، د الله پاک پۀ لار کښې د دِين د دښمنانو سره وجنګيږي، دا څوک دي؟ هٰغه خلق دي کوم چې د الله پاک د رحمت نه اُميد ساتي، بے شکه الله پاک بخښونکے مهربانه دے، پۀ دې خوش قِسمتو باندې به ضرور د رحم او کرم باران وکړي۔