Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو د چا نوم مبارک چې سَعد وو او رنګ يـې تور وو، يوه ورځ پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا زما د تور رنګ پۀ وجه باندې به ما جنَّت ته د داخليدو نه منع کولے شي؟ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: آيا تۀ پۀ الله او پۀ رسول ايمان لرې؟ عرض يـې وکړو: آؤ جي! زۀ 8 مياشتې مخکښې مسلمان شوے يم۔ اوئې فرمائيل: پۀ خدائے مې دې قَسم وي! بيا به ستا رنګ تا د جنَّت نه نۀ منع کوي۔ حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! چې خبره داسې ده (تور رنګ جنَّت ته پۀ تللو کښې خنډ [يعنې رکاوټ] نه دے) نو بيا ما له څوک رشته ولې نه راکوي؟

اوس اَصلي معامله واضحه شوې وه، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: تۀ د فلانکي صحابي کور ته لاړ شه! هغوئي ته ووايه چې د الله پاک رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو د لور نکاح زما سره کړې ده۔

حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هٰغه صحابي کور ته لاړو، د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيغام يـې هغوئي ته ورسولو، صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! فرمانبرداره وو، هغوئي چې پيغام واوريدو نو فوراً بارګاهِ رسالت ته حاضر شو او د خپلې لور نکاح يـې د حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره وکړه۔ بيا خوږ نبي رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاره د پيسو بندوبست وکړو، هغوئي پيسې واخستې او خپلې کور ودانې له د څۀ څيزونو اخستو د پاره بازار ته لاړو۔

اوس دا موقع د قربانۍ ده، پته نه لګي چې د کوم وخت نه به يـې پۀ زړۀ کښې د واده ارمان وو، نن هٰغه ارمان پوره شو، د حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوس اوس نکاح شوې ده، لا خپله کور ودانې يـې ليدلې هم نه ده، پۀ بازار کښې يـې د خپلې ناوې د پاره څيزونه اخستل چې اِعلان وشو: اے خلقو! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جنګ د پاره روانيږي، ټول زر حاضر شئ۔ حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ