Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

کوي، هٰغه دا خدائے محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپل صحابي باندې څومره شفقت فرمائي، چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي سَر پۀ خپله جولۍ کښې کيښودے وي، پۀ خپلو کپړو باندې يـې د هغوئي مخ د خاورو نه صفا کړے وي نو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به پۀ هغوئي باندې څومره رَشک کړے وي۔۔۔!!

خو دا انعامات دلته ختم نۀ شول، پۀ روايت کښې دي: خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وَژړل، بيا مُسکے شو او خپل مخ مبارک يـې يو اړخ ته واړولو او اوئې فرمائيل: وَرَدَ الْحَوْضَ وَ رَبِّ الْکَعْبَۃِ د کعبے پۀ رَبّ مې دې قَسم وي! سَعد حوضِ کوثَر ته رسيدلے دے۔

صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو وړومبے وژړل، بيا مُسکي شوئ او مخ مبارک مو يو اړخ ته واړولو، پۀ دې کښې څۀ حِکمت وو۔ اوئې فرمائيل: ما د سَعد پۀ مَحَبَّت کښې وژړل او الله پاک چې سَعد ته کوم مقام عطا کړو، هغۀ له چې يـې څومره عزت ورکړو، هغې ته چې مې وکتل نو مُسکے شوم او ما وليدلې چې جنَّتي حُورې کومې چې د سَعد پۀ نِکاح کښې ورکړے شوې، هغوئي پۀ منډه د هغوئي خوا له راتللې، د هغوئي نه د حياء پۀ وجه ما خپل مخ مبارک واړولو۔ ([1])

 سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ده قرباني۔۔۔!! او دا دے د قربانۍ اِنعام۔۔۔!!

جس دھج سے کوئی مقتل میں گیا، وہ شان سلامت رہتی ہے

یہ جان تو آنی جانی ہے، اس جاں کی کوئی بات نہیں


 

 



[1]...  تنبیہ الغافلین، صفحہ:353، 354 ملخصاً۔