Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron
کوئ! زمونږ سره جنګ مۀ کوئ او خپل آخرت مۀ بربادوئ!
هٰغه وخت د يزيد پۀ فوځ کښې يو ښائسته بهادر موجود وو، د هغوئي نوم حُر بن يزيد وو۔ د هغوئي زړۀ څۀ خو د مخکښې نه ناقلاره وو، د حضرت اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خطبه چې يـې واوريدله نو د هغوئي ناقلاري نوره هم زياته شوه، دومره ناقلاره شو چې پۀ يو ځائے ودريدے نشو، د يزيد د لښکر د مشر عَمر وبن سعد خوا له لاړو، اوئې وئيل: تۀ که د اِمامِ حُسَين سره جنګ کوې نو رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له به څۀ جواب ورکوې؟ د عَمر وبن سعد سره د دې سوال څۀ جواب نه وو خو افسوس چې کله د دُنيا مَحَبَّت زړۀ راګير کړي نو هيڅ نصيحت پرې اثر نه کوي۔۔۔!! پۀ عَمر وبن سعد باندې هم نصيحت هيڅ اثر ونکړو۔ حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې ځائے نه مايوسه شو او واپس ميدان ته راغلو، بدن يـې ړچيږي، مخ يـې زيړ دے، د پريشانۍ نخښې يـې پۀ مخ صفا ښکاري، زړۀ يـې دومره پۀ زوره درزيږي چې پۀ خوا کښې ولاړ سپاهيان يـې هم حيران دي۔
د دوئي ورور مُصعَب هم ورسره پۀ خوا کښې موجود وو: پوښتنه يـې وکړه: وروره۔۔۔!! تۀ بهادر يـې، بهترين جنګيالے يـې، تۀ پۀ وړومبي ځل خو جنګ له نه يـې راغلے۔۔۔!! تا خو ډيرو بهادرانو له شکست ورکړے دے، بيا نن څۀ معامله ده؟ دا ناقلاري ولې ده؟ حضرت حُر د اهلِ بيتو پۀ مَحَبَّت کښې ډوب حالت کښې د الله پاک د ويرې نه د لړزيدو سره ووئيل: خبره دا ده چې دا جنګ د خوږ مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شهزادګانو سره دے، د چا دښمن سره نه دے بلکې هم د خپل آخرت سره جنګ دے، زۀ دا وخت د جنّت او دوزخ ترمينځه ولاړ يم، دُنيا پۀ پوره طاقت سره ما د دوزخ پۀ لور راښکي، ځکه مې زړۀ درزيږي۔
حُر نے فرمایا: برادر! تجھے یہ بھی ہے خبر اس لڑائی میں مُقَابِل ہے پیمبر کا پِسَر(بیٹا)
عاقبت سے جسے لڑنا ہو بِلا خوف و خطر اس لڑائی میں دِکھائے وہ دلیری کے ہُنر