Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron
درمیانِ دوزخ و جنّت کے کھڑا ہوں میں یہاں خوفِ دوزخ سے ہُوں اس وقت بےتاب و تواں
اوس لا دا خبرې کيدې چې يو وارې بيا اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اواز وکړو او اوئې فرمائيل: داسې څوک شته چې پۀ آلِ رسول باندې ځان قربان کړي او د رسولِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حُضُور کښې کاميابي بيامومي۔۔۔!!
الله! الله! بس د دې اواز اوريدو انتظار وو چې حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اَس پۀ منډه کړو، يزيديانو ظالمانو دا ګڼل چې شايد پۀ اِمامِ عالي مقام باندې حمله کوي خو دلته خو معامله څۀ بَل شان وه، حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خدمت کښې حاضر شو، د اَس نه راکوز شو، پۀ اَدَب باندې ودريدو، عرض يـې وکړو: اے اِبنِ رسول! زۀ هم هٰغه حُر يم، چا چې مخکښې ستاسو لار نيولې وه، زما غلطي معاف کړئ! او نن راله پۀ اهلِ بيتو باندې د خپل ځان قربانولو اجازت راکړئ! اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغوئي معذرت قبول کړو او هغوئي يـې پۀ خپل لښکر کښې شامل کړل۔
حُرْ کو جنّت بھی ملی، اَوجِ شہادت بھی مِلا اِک نظر میں شاہ نے قطرے کو دریا کر دیا
چې کله د حضرت حُر ورور مُصعَب بن يزيد دا منظر وليدو نو هغوئي هم پۀ جوش کښې راغلل، هغوئي هم اَس پۀ منډه کړو او د اهلِ بيتِ اَطهار پۀ پاک لښکر کښې شامل شو۔
پۀ ميدانِ جنګ کښې دا دواړه وروڼه او د دوئي يو غلام ښه وجنګيدل، يواځې حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تقريباً 40 يزيديان دوزخ ته وَرَسَوَل ([1]) آخر زخمي شو او زمکې له يـې تشريف يوړلو او د شهادت مرتبه يـې حاصله کړه او د جنَّت پۀ لور روان شو۔ ([2])