Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

ضروري کارونو له ترجيح ورکوي، د معمولي معمولي کارونو د پاره جَمعه پريږدي بلکې نـمونځ هم قضا کوي * مونږ ته معلومه ده چې پۀ روژه نيولو جنَّت ميلاويږي خو څومره داسې خلق دي څوک چې د رَمَضَانُ المُبَارَک فرض روژې هم قضا کوي * مونږ ته معلومه ده چې پۀ تلاوت کولو جنَّت ميلاويږي خو افسوس چې تر ډيرو مياشتو پورې مو د قرآنِ کريم زيارت هم نۀ نصيب کيږي * مونږ ته معلومه ده چې د ذِکرُ الله پۀ برکت جنَّت ميلاويږي خو د فضول ګپ شپ نه، د سوشل ميډيا نه، د فيس بُک، انسټا ګرام او ټوئيټر وغيره نه هډو وزګاريږو نه * مونږ ته معلومه ده چې ښه اخلاق جنَّت ته د تللو ذريعه ده خو څۀ وکړو؟ غُصه ډيره راځي * مونږ ته معلومه ده چې د مور پلار خِدمت پۀ دواړو جهانونو کښې د کاميابۍ ذريعه ده * مونږ ته معلومه ده چې رښتيا د جنَّت او دروغ د دوزخ لار ده * مونږ ته معلومه ده چې جنګ جګړې، کنځلې وغيره دوزخ ته د تللو سبب دے * مونږ ته دا هم معلومه ده چې د سندرو سازونو وغيره ګناه دوزخ ته بوتلل کوي خو افسوس۔۔۔!! دلته عام طور جنَّت ته بوتلونکو اعمالو ته نۀ بلکې د دوزخ حقدار جوړونکو کارونو له ترجيح ورکولے شي۔

اے د اهلِ بيتو عاشقانو! واورئ چې د حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ژوند مونږ ته دا سبق راښائي چې که سر کټ کيږي نو کټ دې شي، که ژوند د لاسه ځي نو لاړ دې شي خو چې د يو مسلمان قدم پورته کيږي نو صرف د جنَّت پۀ لور پورته کيږي، که يو مسلمان طلبګار دے نو صرف د جنَّت طلبګار دے، مسلمان مال او دولت، عيش او عشرت، شهرت او عزت ته نه ګوري، يو رښتونے مسلمان د الله او د رسول پۀ رضا پسې ځي او جنَّت ته د تللو کوشش کوي۔ هم دا د مسلمان شان دے او هم د دې مونږ ته حُکم راکړے شوے دے۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ سَارِعُوْۤا اِلٰی مَغْفِرَۃٍ  مِّنْ رَّبِّکُمْ وَ جَنَّۃٍ عَرْضُہَا السَّمٰوٰتُ وَ الْاَرْضُ ۙ اُعِدَّتْ  لِلْمُتَّقِیْنَ (۱۳۳)