Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د خپل رَبّ بخښنې او د هٰغه جَنَّت طرف ته منډې کړئ چې د هغې فراخي د آسمانونو او زمکې برابره ده۔ هغه د پرهيزګارو د پاره تيار کړے شوے دے۔ (پارہ:4، ال عمران:133)

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې پۀ آيت مبارک کښې صفا فرمائيلے شوي دي چې د جنَّت پۀ لور منډې کړئ او ورسئ۔۔۔!! کوم جنَّت۔۔۔؟ هٰغه جنَّت که چرې 7 واړه اسمانونه يو ځائے وغوړولے شي، بيا 7 واړه زمکې هم داسې يو ځائے کړي شي او وغوړولے شي نو چې څومره فاصله جوړيږي، د جنَّت پلن والے دومره بلکې د دې نه هم زيات دے او دا خو د دۀ د پلن والي خبره ده، اوږد والے څومره دے، پۀ دې خو عقل هډو کار نه کوي بلکې علمائے کرام فرمائي: دا هم صرف د جنَّت د يوې طبقے پلن والے دے، باقي جنَّت څومره غټ دے، د دې هډو اندازه نشي لګيدے۔ ([1])

   نو الله پاک فرمائي: اے زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامانو! د هٰغه عظيمُ الشَّانه جنَّت پۀ لور منډې کړئ۔۔۔!! پۀ تادۍ لاړ شئ! ګورئ چې مونږ پۀ دې دُنيا کښې سفر کوو * څۀ سفر پيدل کولے شي * څۀ پۀ سائيکل يا موټر سائيکل باندې کولے شي * څۀ سفر پۀ بس يا موټر وغيره کښې کولے شي * او که چرته ډير زر تلل وي نو د جاز پۀ ذريعه هوائي سفر کولے شي، يعنې پۀ اوسني وخت کښې د ټولو نه تيز سفر د جاز دے، الله پاک مونږ ته حکم وکړو  چې د جنَّت پۀ لور منډې کړئ! مطلب څۀ دے؟ دا چې څومره تيز سفر تاسو کولے شئ، هٰغه همره تيز سفر وکړئ او د جنَّت پۀ لور لاړ شئ۔۔۔!! څنګه رسيدل دي؟ * پۀ نـمونځونو کولو * پۀ روژو نيولو * د حج پۀ ذريعه * پۀ عمره کولو * د دُرُودِ پاک پۀ کثرت کولو * د نيکۍ پۀ کارونو کښي پۀ تادۍ کولو * د ښو اخلاقو پۀ ذريعه * د عِلمِ دِين زده


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی، پارہ:4، ال عمران، زیر آیت:133، جلد:4، صفحہ:203 مفہوماً۔