Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

راښکاره شي نو جنګونه کيږي، جګړې کيږي تر دې پورې چې طلاق ته خبره لاړه شي۔ د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پاک انداز ته وګورئ چې هغوئي د رشتې کولو د پاره د جينۍ کور ته لاړل نو اوئې فرمائيل: تاسو مونږ پيژنۍ، دا زما ورور دے * مونږه مخکښې غلامان وو، الله پاک مونږ ته ازادي راعطا کړله * مونږ پۀ ګمراهۍ کښې وو، الله پاک د خپل نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ذريعه مونږ ته هدايت راعطا کړلو * مونږه غريبانان وو، الله پاک مونږه مالداره کړو، که تاسو د خپلې جينۍ راکول خوښوئ نو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ!  او که نه خوښوئ نو بيا هم هيڅ باک نشته۔

د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وړانديز [يعنې پيشکش] يـې چې واوريدو نو د جينۍ کور والؤ فوراً رشته منظور کړه۔ بيا چې کله حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ واپس تللو، پۀ لار کښې ورته ورور ووئيل: اے وروره! تاسو به زمونږه د نيکۍ ذِکر کړے وے، پۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې به مو زمونږ د ځان قربانولو ذِکر کړے وے، تاسو زمونږه د تير وخت حالات ولې بيان کړل؟ حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووفرمائيل: ما رښتيا ووئيل او هم د دې رښتياؤ پۀ وجه ستا رشته وشوه۔ ([1])

 سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې پۀ رښتياؤ وئيلو کارونه نه خرابيږي بلکې صحيح کيږي او پۀ دروغو وئيلو باندې کارونه صحيح کيږي نه بلکې اُلټا خرابيږي۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته هميشه د رښتياؤ وئيلو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔


 

 



[1]... تَذْکِرَہ حَمْدُونیہ، باب:8 صِدْق و کِذْب کا بیان، جلد:3، صفحہ:78۔