Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf
7 سيپارے) تلاوت کووم۔ دغه شان که به د کلاس پۀ وخت يو پيريډ خالي وو نو د قرآنِ کريم تلاوت به يـې شروع کولو، د هغوئي کلاس فيلو اِسلامي وروڼو د هغوئي نه د متاثره کيدو سره د هغوئي نه د تجويد او قراءَت سره قرآنِ پاک زده کول شروع کړي وو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلے ذوق دے، څومره ځانګړے شوق دے، وګورئ چې مفتي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د وخت څومره قدر کولو، چې لږ شان وخت به ورته ميلاؤ شو نو فوراً به يـې تلاوت شروع کولو۔ اوس زمونږه حال څۀ وي، چي لږ شان وخت هم فارغ شو نو د ټولو نه مخکښې موبائل پۀ لاس کښې راواخلو، بيا پۀ موبائل کښې څۀ وي؟ * کله واټس ايپ ګورو * سټيټس چيک کوو * يوټيوب ته لاړ شو * فيس بک ته لاړ شو او فضول سکرولنګ کوو * ريلز يا شارټس کتل شروع کړو، بيا پۀ دې موبائل کښې د ګناهونو ذريعې هم ډيرې زياتې دي بلکې وئيلے شو چې موبائل د ګناهونو پوره دُکان دے، چې موبائل پۀ لاس کښې وي او انسان د ګناهونو نه بچ شي دا ډيره ګرانه ده، آؤ! د دې صحيح استعمال هم يقيناً چې شته، استعمالوونکي يـې استعمالوي هم۔ بهر حال د وئيلو مقصد دا دے چې مونږ د وخت قدر ډير کم کوو، لږ لږ وخت چې مونږ ته ميلاويږي، هغه خو مونږ هډو د خپل ژوند حصه نه شميرو * مثلاً د نـمونځ د پاره ځو * د نـمونځ کولو نه واپس راځو، پۀ لار کښې چې دا کوم وخت راځي، دا هم زمونږ د ژوند حصه ده، د دې به هم د قيامت پۀ