Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf
ورځ حساب ورکوو * داسې پۀ کار کولو کښې يو څو سيکنډه ودريدو، ساه مو واخسته، دا يو څو سيکنډه، يو څو منټه هم قيمتي دي * کار مو کوو، يا پۀ سکول، کالج وغيره کښې وو، لږه شان وقفه شوه، عموماً دا وقفه پۀ فضول ګپونو کښې بربادولے شي * دغه شان پۀ ټوله ورځ کښې ډير زيات وخت مونږ ته د دوو دوو، څلورو څلورو منټونو پۀ شکل کښې ميلاويږي، د دې عموماً پروا نه کيږي * دا خو د يو څو منټو خبره ده * ډيرې ډيرې ګينټې هم فضول تيرولے شي * ټوله ټوله شپه پۀ فضول ګپ شپ کښې، د دوستانو سره پۀ ناسته پاسته کښې يا پۀ موبائل کښې پۀ مصروفه کيدو کښې فضول تيرولے شي، دا ډيره بده خبره ده، ډيره زياته بده خبره ده، وخت ډير قيمتي څيز دے، هم دا وخت خو زمونږه ژوند دے چې ساه اخلو نو ژوندي يو، که ساه بنده شوه نو هر څۀ به ختم شي۔ پۀ قرآنِ کريم کښې دي:
یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ اِنَّكَ كَادِحٌ اِلٰى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلٰقِیْهِۚ(۶)
) (پارہ:30، الانشقاق:6)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے انسانه! بے شکه تۀ د خپل رب طرف ته منډې وهونکے يـې بيا د هغۀ سره ملاقات کوونکے يـې۔
پۀ تفسير نُورُ العِرفان کښې دي: يعنې اے انسانه! ستا هره يوه ساه تا مرګ ته او د رَبّ سره ميلاويدو ته نزدې کوي۔ يو شاعر ډيره ښه توجه راګرځولې ده، ليکي:
اِک یہ جہاں، اِک وہ جہاں، دونوں جہاں کے درمیاں
ہے فاصلہ اِک سانس کا، گر آگئی تو یہ جہاں، گر رُک گئی تو وہ جہاں