Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani
کُھلِیں اسلام کی آنکھیں، ہوا سارا جہاں روشن
عرب کے چاند صدقے! کیا ہی کہنا تیری طلعت کا ([1])
وضاحت: اے خوږه محبوبه! اے د عربو سپوږمۍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ ستاسو نه زار شم، تاسو د نبوت اِعلان څۀ ووفرمائيلو چې د اِسلام پۀ برکت ټوله دُنيا روښانه شوله.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې دُنيا ته تشريف هم صرف دې د پاره راوړلو چې خلق د جهالت د تيارو نه راوباسي او د اِسلام نُور ته يـې راولي. ځکه که پۀ چا مسلمان کښې د جهالت د زمانے يو عادت هم موجود وي، د جهالت د زمانے معمولي شان څيز هم د چا پۀ کردار کښې ښکاره شي، نو د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا خبره هيڅکله هم خوښه نه ده. پۀ اِبنِ ماجه شريف کښې روايت دے، حضرت عِمرَان بن حُصَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل مونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د جنازې کولو د پاره روان وو. بيا معامله څۀ داسې وشوه چې بعضې خلقو خپلې څادرې لارې ته راوغورځولې. رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله دا وليدل نو اوئې فرمائيل: اَبِصنيعِ الْجَاهِلِيَّةِ؟ آيا تاسو د جهالت والا کار سره مشهابهت کوئ؟ لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ أَدْعُوَ عَلَيْكُمْ دَعْوَةً تَرْجِعُونَ فِي غَيْرِ صُوَرِكُمْ يعنې زړۀ مې غواړي چې ستاسو خلاف دُعا وکړم پۀ کومې چې ستاسو مخونه وران شي. د خوږ آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا جلال چې يـې وليدلو نو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم فوراً څادرې اوچتې کړلې، بيا يـې چرې هم