Dore Jahalat Ki Nishani

Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani

وکړو: که ياد وو راته نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ضرور به شرکت کوو.

بهر حال مونږ پۀ اجتماع کښې شرکت وکړو، هلته هم د هٰغه اِسلامي ورور سره ملاقات وشو چا چې مونږ ته د اجتماع دعوت راکړے وو، هغۀ دومره پۀ ښو اخلاقو ميلاؤ شو چې بس مونږ خو د دعوتِ اسلامي شو. زما خو چې لکه د ژوند انداز بدل شو، د نـمونځونو پابندي مې نصيب شوه، د سندرو ځائے نعت شريف واخستو، مخ مې پۀ ګيره ښائسته کړو او عمامه مې پۀ سر کړه او داسې د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته راغلم.

عطائے حبیبِ خدا دینی  ماحول                                                         ہے فَیضانِ غوث ورضا دینی  ماحول

تُو داڑھی بڑھا لے عِمامہ سجا لے                                               نہیں  ہے یہ ہرگز بُرا دینی  ماحول

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

سپيشل پرسن موبائل ايپلي کيشن

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن سبا د ټيکنالوجئ دور دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د علم دين د عام کولو کوشش کوي. دې لړ کښې د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا مختلف ايپلي کيشنز جاري کړے شوي دي، پۀ کومو کښې چې يو موبائل ايپلي کيشن دے: سپيشل پرسن (Special Person). پۀ دې ايپلي کيشن کښې د نابينا کسانو (Blind Persons) د پاره د زده کولو ډير څيزونه دي، مثلاً د آډيو لائبريرۍ آپشن هم دے، د کڼو او ګونګيانو د پاره د حج او عمرې، نـمونځ، د اوداسه او غسل طريقه د اشارو پۀ ژبه کښې شامله کړے شوې ده، د اشارو د ژبې زده کولو د پاره Sign Language Course هم موجود دے. تاسو هم دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او که ستاسو پۀ پيژندګلو، خپلوانو وغيره کښې څوک سپيشل پرسن (يعنې ګونګے کوڼ) اِسلامي ورور