Dore Jahalat Ki Nishani

Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani

موسيقي جِدَّت يا جهالت...؟

داسې موسيقي (Music) هم ډيره پخوانۍ خبره ده، د جهالت د زمانے نخښه ده، د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المُرتضیٰ، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د ټولو نه وړومبے سندره شيطان وئيلې وه. ([1])

پۀ روايتونو کښې دي: د الله پاک نبي حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام ته رَبِّ رحمان ډير خوږ اواز عطا کړے وو، هغوئي به چې کله د زبور شريف تلاوت کولو نو پۀ هوا کښې روانې مرغۍ به ودريدلې، خلق به د هغوئي پۀ لور مائله کيدل، شيطان خبيث خلق د هغوئي خوا ته د حاضريدو نه د منع کولو د پاره شپيلۍ جوړه کړې وه. ([2])

اوس ووايئ چې آيا سندره، سازونه، موسيقي وغيره دا جِدَّت دے...؟ د نن نه تقريباً 3 زره کاله پخوانۍ قيصه ده، نن سبا خلق دې ته جِدَّت وائي * پۀ موبائل کښې سندرې لګوي * پۀ غوږونو کښې يـې هينډ فري (Hand free) لګولې وي او د موټر سائيکل چلولو پۀ وخت سندرې اوري * پۀ بس کښې ناست وي او سندرې اوري * پۀ جازونو کښې د سفر کولو پۀ وخت سندرې اوري، د دې له وجهې بعضې وخت حادثې هم رامخې ته کيږي، دا نادانه د ګاډي وغيره سره جنګيږي او مړه کيږي. او که څوک زړۀ خوږيدونکے مسلمان دوئي پوهه کوي، د نيکۍ دعوت ورکوي، ورته ووائي چې وروره! سندرې مۀ اوره! دا د ګناه کار دے. نو زر جواب ورکوي چې پريږده مولوي صاحبه! تاسو ته څۀ پته چې دُنيا د کوم ځائے نه کوم ځائے ته رسيدلې ده، دا نوے دور دے، پخوانۍ خبرې مۀ کوه!

لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللہ! داسې نادانه دې څوک پوهه کړي چې وروره! پخوانۍ خبره خو تاسو کوئ، چرته 3 زره کاله پخوانۍ خبره او خبره هم هٰغه کومه چې شيطان ايجاد کړې


 

 



[1]... مسند الفردوس، جلد:5، صفحہ:124۔

[2]... کشف المحجوب، صفحہ:740