Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د اُمَّت سره همدردي د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 مبارک فرامين: (1): الله پاک ما ته درې سوالونه عطا کړل، ما دوه ځله (خو پۀ دُنيا کښې) عرض وکړو اَللّٰہُمَّ اغْفِرْ لِاُمَّتِیْ اَللّٰہُمَّ اغْفِرْ لِاُمَّتِیْ اے الله! زما اُمَّت اوبخښې، اے الله! زما اُمَّت اوبخښې. او دريم عرض مې د هٰغې ورځې (قيامت) د پاره ساتلے دے. ([2]) (2): څوک چې پۀ خلقو باندې رحم نه کوي الله پاک پۀ هغۀ باندې رحم نۀ فرمائي. ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د اُمَّت سره همدردي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي * رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارک پيدائش پۀ وخت هم مونږ اُمتيان ياد کړو * د معراج پۀ شپۀ يـې هم د الله پاک پۀ بارګاه کښې ياد کړو * د وصال شريف نه پس قبر مبارک ته د کوزيدو پۀ وخت يـې هم پۀ