Dore Jahalat Ki Nishani

Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani

ورځ زياتيږي * کوډې جادو کول د جهالت د زمانے بدۍ دي، نن سبا پۀ هر کور کښي د کوډو او جادو مسئلے موجودې دي.

غرض دا چې هغه کوم ګناهونه وو کوم چې د جهالت پۀ زمانه کښې کيدل او اوس زمونږ پۀ معاشره کښې نۀ کيږي...؟ بلکې دلته خو د جهالت دې رسمونو له د ترقۍ نوم ورکولے شي * نادانه او ناپوهه خلق د پرافټ (Profit) پۀ نوم سُود اخلي او حلال يـې ګڼي *د سود لين دين يـې د معيشت د بهترۍ ذريعه ګڼلې ده * شراب څښل فيشن (Fashion) جوړيږي * بے حيايۍ ته د جدت نوم ورکولے شي.

 اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا جدت نه دے بلکې دا خو د اِسلام راتلو نه مخکښيني ګناهونه دي، د جهالت د زمانے بدې خبرې دي، کومې چې اِسلام ختمې کړې دي. ځکه د جشنِ ازادۍ ورځ راتلونکې ده، مونږ پاکستان حاصل کړے وو، ولې مو حاصل کړے وو؟ پۀ اِسلامي تعليماتو د ازادۍ سره د عمل کولو د پاره. لہٰذا مونږ له پکار دي چې د جشنِ ازادۍ پۀ موقع د دې اړخ نه پۀ خپل ځان باندې، پۀ خپل کور باندې، پۀ خپله معاشره باندې غور وکړو، دا سوچ وکړو چې آيا زۀ د پاکستان دا مقصد پوره کووم، د عاشقانِ رسول علمائے کرامو هٰغه سوچ، د کوم د پاره چې هغوئي قربانۍ ورکړې او دا خوږ وطن يـې حاصل کړو، آيا زۀ هٰغه سوچ پوره کووم؟ چرته زما پۀ ذات کښې خو د جهالت د زمانے څۀ نخښه نشته؟ چې پۀ دې اړخ د غور کولو سره مونږ د خپل ځان هم، د خپل کور هم او د خپلې ټولې معاشرې د جهالت د زمانے د ټولو نخښو نه د پاکولو پوره کوشش وکړو. الله دې کړي چې مونږ پوره پوره د اِسلام پۀ رنګ کښې رنګ شو.

جشنِ ازادي او د جهالت حرکتونه

افسوس چې زمونږه پۀ معاشره کښې د ازادۍ پۀ ورځ هم د جهالت حرکتونه کولے شي، د ګناهونو نه ډک انداز اختيارولے شي * د جشنِ ازادۍ پۀ نوم باندې سندرې غږولے