Dore Jahalat Ki Nishani

Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani

وه او چرته 1450 سوه کاله مخکښې رڼا خپرونکے اِسلامي تعليم...!! جديد څۀ دي؟ اِسلام که د جهالت خبرې. او هسې هم سندرې اوريدل کومه د هوښيارۍ خبره ده، صرف وخت ورسره ضائع کيږي، هيڅ ترينه نۀ حاصليږي، بيا د دې سره سره د اخرت عذاب بيل دے. پۀ سندرو سازونو فضولياتو کښې د اخته کيدونکو پۀ باره کښې الله پاک فرمائي:

اُولٰٓىٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ(۶) (پارہ:21، سورۂ لقمان:6)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هغوئي د پاره د ذِلّت عذاب دے.

پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې د سندرو والؤ سره کښيني، د غوږ کيښودو سره يـې ښه پۀ غور واوري، نو الله پاک به د قيامت پۀ ورځ د هغۀ پۀ غوږونو کښې اوسپنه وراچوي. ([1])

 د جهالت د زمانے يو څو نخښانې

هم داسې خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نورې ډيرې خبرې دي، ډيرې زياتې طور طريقے دي کومې چې نن سبا خلق اختياروي، چې منع کوې يـې نو وائي: وروره! نوے دور دے، مونږ جدت خوښوونکي خلق يو، مونږ ته پخوانۍ خبرې مۀ کوه! حالانکې هٰغه خبرې، هٰغه طور طريقے نوې نۀ دي بلکې پخوانۍ دي. د مثال پۀ طور * پۀ ولاړه مِتيازې کول د جهالت پۀ زمانه کښې عام وو، اوس خلق د جدت پۀ نوم باندې داسې کوي * د جهالت پۀ زمانه کښې شراب عام وو، دا بيماري اوس زمونږ پۀ معاشره کښې هم عام کيږي * د جهالت پۀ زمانه کښې بد کاري عامه وه، زمونږه پۀ معاشره کښې هم دا زياتيږي * بے حيائي د جهالت د زمانے يو ډير غټ عيب وو، اوس دا عيب زمونږه پۀ معاشره کښې د پوره طاقت سره خور شوے دے * کنځلې د جهالت د زمانے تيارۀ ده، زمونږه پۀ معاشره کښې هم عامه ده * مور پلار ته تکليف رَسَوَل د جهالت تيارۀ


 

 



[1]... ابنِ عَساکِر ج ۵۱ ص ۲۶۳۔