Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani
يو دا سوچ هم زمونږ پۀ معاشره کښې جوړيږي، پته نۀ لګي چې زمونږ معاشرے ته د کوم ځائے نه دا سوچ راغلو او خوريږي، چې کله د اِسلام خبره کولے شي، د قرآن او سُنَّت خبره کولے شي، د اِسلامي اخلاقو او طور طريقو خبره کولے شي نو خلق وائي: مولانا...!! څۀ زړې خبرې کوې، دا پخوانے سوچ ختم کړه! اوس نوے دور دے، دُنيا ترقي کړې ده.
لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللہ! آيا مَعَاذَ الله! د يو مسلمان سره دا ښائي چې اسلامي تعليماتو ته زړې خبرې ووائي، اِسلامي طور طريقو ته د ډير پخواني سوچ نوم ورکړي؟ هيڅکله هم نۀ ښائي.
او که هسې هم وکتلے شي نو اِسلام زړې خبرې نه کوي، اِسلام خو د ټولو نه نوے او Latest دِين دے، آؤ جي! مخکښيني ټول دينونه منسوخ شوي دي * اِسلام آخري دِين دے، د دې نه پس نۀ څۀ نوے دِين راغلے دے او نۀ به تر قيامته پورې راشي * اِسلامي شريعت آخري شريعت دے، د دې نه پس نۀ څۀ شريعت راغلے دے او نۀ به تر قيامته پورې راشي * د اِسلام تعليمات اخري اسماني تعليمات دي، د دې نه پس نۀ څۀ اسماني تعليم راغلے دے او نۀ به تر قيامته پورې راشي * قرآنِ کريم آخرۍ وحي ده، د دې نه پس نۀ څۀ وحي راغلې ده او نۀ به راشي، لہٰذا اِسلام جديد ترين دِين دے. د دې نه علاوه چې مونږ ته څومره هم خبرې کولے شي، چې دا کوم رَسمونه او رواجونه بيانولے شي، د فيشن د نوم ورکولو سره چې دا کومې بے حيايۍ عام کولے شي، دا ټولې خو ډيرې پخوانۍ خبرې دي، پۀ زرګونو کاله زړې قيصې دي، اوس خلق دې ته د جِدَّت نوم ورکوي. زۀ تاسو ته يو څو مثالونه وړاندې کووم:
بے پردګي جدّت يا پۀ سوونو کاله زړۀ قيصه...؟
الله پاک د پردے حکم کړے دے او فرمائيلي يـې دي: