Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani
دُنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي.“ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
* د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول د دې مَدَني مقصد پوره کولو د پاره کلي والو علاقو، د ښار اړخونو او د ښار داسې علاقې چرته چې ديني کار کمزورے وي هلته ځي او د نيکۍ دعوت عام کوي * پۀ هره يوه ورځ خصوصاً د جُمعې/اتورا پۀ ورځ اِسلامي وروڼه دغه علاقو ته ځي * هلته پۀ جومات کښې نفل اعتکاف کولے شي * د نيکۍ دعوت عام کولے شي * تاسو هم تشريف راوړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د عِلمِ دِين زده کولو موقع به درته ميلاويږي * د نيکۍ د دعوت ورکولو ثواب به درنصيب کيږي * د الله پاک پۀ لاره کښې به د وتو سعادت درنصيب کيږي * د حديثِ پاک خُلاصه ده: پۀ کوم قدم باندې چې د الله پاک پۀ لار کښې دوړه پريوځي، هغې ته به د دوزخ وور نه ورنزدې کيږي ([1]) * کوم کَس چې د الله پاک د رضا د پاره د خپلو مسلمانانو وروڼو خوا له د ښار اړخونو ته لاړ شي، پۀ حديثِ پاک کښې د هغۀ د پاره د جنّت زيرے راغلے دے. ([2])
مونږ خو بَس د دعوتِ اِسلامي شو
يو اِسلامي ورور وائي چې د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما د عامو ځلمو پۀ شان پۀ غفلت کښې ژوند تيرولو، سندرې سازونه اوريدل زما د خوښې کارونه وو د کومو د پاره چې ما يو ريډيو هم اخستے وو، زما بخت څۀ داسې رابيدار شو چې يوه ورځ زمونږ علاقې ته يو څو اِسلامي وروڼه يوه ورځ د الله پاک پۀ لار کښې د تيرولو د پاره راغلل، پۀ هغوئي کښې يو اِسلامي ورور ما ته پۀ دې ديني کار کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، لہٰذا زۀ هم د يو څو دوستانو سره د هغوئي سره شامل شوم، د واپس راتللو پۀ وخت يو اِسلامي ورور مونږ ته د هفته وارې اجتماع دعوت راکړو نو مونږ عرض