Dore Jahalat Ki Nishani

Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

آقا او غُلام هم پۀ يوه حُليه کښې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د حديثونو پۀ مشهور کتاب بُخاري شريف کښې يو ډير ښکلے روايت دے، زۀ هغه روايت لږ وضاحت سره تاسو ته بيانووم:

حضرت مَعرُور بن سُوَيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زما د صحابئ رسول حضرت ابو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زيارت نصيب شو، د هغوئي سره د هغوئي غلام هم وو، انداز يـې دا وو چې حضرت اَبُو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لاندې د کم قيمت والا جامې اغوستې وې، بره يـې قيمتي څادر اچولے وو، بالکل هم داسې جامې د هغوئي د غلام هم وې، هغۀ هم لاندې د کم قيمت والا جامې اغوستې وې، بره يـې قيمتي څادر اچولے وو. دا ځانګړے انداز يـې چې وليدو نو خلقو عرض وکړو: اے ابو ذَر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ! دا خو هم کيدے شو چې تاسو د دواړو قيمتي څادرو نه ځانله بهترينې جامې جوړې کړے وے او کم قيمت والا چې کومې جامې دي، هغه مو غلام ته اغوستے وے (داسې به ستاسو بهترينې جامې هم جوړې شوے وے او د آقا او د غلام پۀ مينځ کښي به فرق هم پاتې شوے وے). دا پوښتنه چې يـې واوريدله نو حضرت ابو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل تير وخت يوه واقعه بيان کړله (يعنې هٰغه زمانه کله چې حضرت ابوذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لا د نبيانو د سلطان، رسولِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ تربيت کښې وو، د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه به يـې آداب او اخلاق زده کول، هغوئي د هٰغه وخت خبره خلقو ته بيان کړله)، اوئې فرمائيل: يو