Dore Jahalat Ki Nishani

Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani

پخواني سوچ پيغور ورکوونکې دې وګوري چې دوئي پۀ کومه پخوانۍ زمانه کښې اوسيږي. جِدَّت څۀ دے؟ راځئ چې زۀ تاسو ته وښايم، الله پاک فرمائي:

وَ لَا یُبْدِیْنَ زِیْنَتَهُنَّ (پارہ:18، سورۂ نور:31)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او خپل سينګار دې نۀ ښکاره کوي.

دا دے جِدَّت...!! د زنانؤ پۀ باره کښې د ټولو نه جديد ترين تعليم...!! دا د نن نه 4250 کاله نۀ بلکې تقريباً 1450 کاله پخوانے تعليم دے. اوس ووايئ چې اِسلامي پرده جديد ده که دا بے پردګي جديد ده.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اِسلامي پرده...!! * پۀ دې کښې جِدَّت هم دے * پۀ دې کښې حيا هم ده * پۀ دې کښې ايمان هم دے * پۀ دې کښې دِين هم دے * پۀ دې کښې د معاشرے حفاظت هم دے * او بے پردګي خو ښکاره بے حيائي ده * او د دوزخ عذاب دے.

پرده د جنَّت نعمت دے

پۀ تفسير نُور العِرفان کښې دي: پرده د جنَّت د نعمتونو نه يو نعمت دے. رَب فرمائي:

   

حُوْرٌ مَّقْصُوْرٰتٌ فِی الْخِیَامِۚ(۷۲) (پارہ:27، سورۂ رحمٰن:72)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ خيمو کښې پرده دارې حُورې دي.

پۀ جنَّت کښې به هم ټول پرهيزګاره وي خو پرده به هلته هم وي. بے پردګي د دوزخ عذاب دے چې هلته به زنانه او نارينه د يو بَل پۀ مخکښې لَغَړ [يعنې بربنډ] وي. ([1])

الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي چې مونږ پوره پوره پۀ اِسلام کښې داخل شو ځکه چې دا جِدَّت پۀ اَصل کښې جِدَّت نه دے، پخوانۍ خبرې دي.


 

 



[1]... تفسیر نور العرفان، پ ۲۲، الاحزاب، تحت الآیۃ:۵۹۔