Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani
*څوک پۀ ښپو باندې معذوره دے * څوک پۀ لاسونو باندې معذوره دے * ليدل نشي کولے * اوريدے نشي * خبرې نشي کولے * هم داسې څوک چې پۀ مالي لحاظ سره کمزورے دے * غريب دے * فقير دے * څوک پۀ ذِهني طور کمزورے دے * پاګل دے * کمزوري ذِهن والا دے، هغۀ پۀ خبره باندې ډير وروستو پوهيږي، وغيره داسې چې کوم کمزوري خلق دي، پۀ هغوئي باندې نرمي کول د رحمت او جنَّت ميلاويدو ذريعه ده) (2): د مور پلار سره ښه سلوک کول (3): د غلامانو سره ښيګړه کول. )[1](
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کوم حقونه چې لازم دي، د هغې نه زياتې مهربانۍ کولو ته ښيګړه وئيلے شي. )[2]( يعنې څوک چې زمونږه ماتحت دي، خادمان دي، نوکران دي نو د هغوئي چې کوم لازمي حقونه دي، هغۀ خو هسې هم پوره کول دي، د هغې سره سره د هغوئي د حقونو نه چې د هغوئي سره زياته مهرباني وکړے شي نو دا رحمت او جنَّت ورکوونکې نيکي ده.
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت ابو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د واقعې نه دويم سبق دا ميلاو شو چې پيغور ورکول د يو مسلمان شان نه دے، وګورئ! حضرت ابو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صرف دومره وئيلي وو: اے د تورې مور ځويه!
دا خبره دروغ نه وه، خبره رښتيا وه خو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا د جهالت د زمانے اثر وګرځولو. معلومه شوه چې چا له داسې پيغور ورکول د جهالت د زمانے نخښه ده، اِسلام د دې نه منع فرمائيلې ده. الله پاک فرمائي:
وَ لَا تَلْمِزُوْۤا اَنْفُسَكُمْ (پارہ:26، سورۂ حجرات:11)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او خپل مينځ کښې چا ته پيغور مۀ ورکوئ.