Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani
پۀ تفسير صراطُ الجنان کښې دي: يعنې د ژبې يا د اِشارے پۀ ذريعه پۀ يو بَل باندې عيب مۀ لګوئ ځکه چې مؤمِنان د يو بدن پۀ شان دي، چې کله پۀ بَل يو مؤمِن باندې عيب لګولے شي نو لکه چې پۀ خپل ځان باندې عيب لګولے شي. ([1])
آه! نن سبا دلته نورو خلقو له د پيغورونو ورکولو وبا هم عامه ده * که څوک سُنَّت اختيار کړي * خپله ناسته پاسته * ګرځيدل * خوراک څښاک * اغوستل وغيره د سُنَّت مطابق کړي نو هغۀ له پيغورونه ورکولے شي * غريب له د غريبۍ پيغور ورکولے شي * کله د چا ذات کمتر ګڼلے شي او هغوئي له د ذات پيغور ورکولے شي (حالانکې هيڅ ذات ذليله او کمتر نشته، د عزت معيار تقویٰ ده) * که څوک مزدوري کوي نو هغۀ له د مزدورۍ پيغور * که څوک ګاډۍ لګوي نو هغۀ له د ګاډۍ لګولو پيغور * د چا چې صرف لوڼه وي، ځوي يـې نه وي، (حالانکې لور د الله پاک رحمت دے، د دې باوجود) هغۀ له پيغورونه ورکولے شي.
که د رشتو لين دين وي او خدائے دې نۀ کړي که د طلاق وغيره معامله وي، بيا خو پرې شيطان ښه پوره لوبې کوي او د پيغورونو پۀ آفت کښې يـې ښه اخته کوي. کاش چې مونږه د الله او د رسول تعليمات پۀ رښتوني زړۀ سره عملي طور اختيار کړو...!
تجھ کو گر رُتبۂ عالی کی طلب ہے بھائی! غور سے سُن! تجھے ہستی کو مٹانا ہو گا
بھائیو! چاہئے گر رَبِّ محمد کی رضا خود کو محبوب کی سُنّت پہ چلانا ہو گا ([2])
د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مؤمِن نۀ پيغور ورکولو والا وي، نۀ لعنت ويونکے وي، نۀ فحش