Dore Jahalat Ki Nishani

Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani

داسې اونه کړل. ([1])

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې روايت باندې غور وکړئ چې دا د جهالت د زمانے انداز وو چې د اِسلام نه مخکښې چې به کله خلق د مَړو د ښخولو د پاره تلل نو د غم اظهار کولو د پاره به يـې پۀ لاره کښې څادرې غورځولې، پۀ واپسۍ کښې به يـې واپس راخستلې. هٰغه صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم چا ته چې د اِسلام مکمل تعليمات لا تر هٰغه وخته پورې نه وو رسيدلي، هغوئي چې کله داسې وکړل نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څنګه جلال ووفرمائيلو...؟ د دواړو جهانونو د رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې جملو باندې بيا بيا غور وکړئ: اوئې فرمائيل: اَبِصنيعِ الْجَاهِلِيَّةِ؟ آيا تاسو د جهالت والا کار سره مشابهت کوئ؟ لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ أَدْعُوَ عَلَيْكُمْ دَعْوَةً تَرْجِعُونَ فِي غَيْرِ صُوَرِكُمْ يعنې زړۀ مې غواړي چې ستاسو خلاف دُعا وکړم پۀ کومې چې ستاسو مخونه وران شي.

د دې نه دا معلومه شوه چې آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د جهالت د زمانے د کارونو نه سخت نفرت فرمائيلو. ځکه پۀ مونږ باندې لازم دي چې مونږ هم د داسې ټولو کارونو نه ځان وساتو.

ډير ناخوښه کَس

د حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د نبيانو سلطان، رسولِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د الله پاک پۀ بارګاه کښې 3 کَسان ډير ناخوښه دي: (1): پۀ حرمِ پاک کښې بے دِينۍ (يعنې ګناه کولو والا يا ګناه خپرولو) والا (2): پۀ اِسلام کښې د جهالت د زمانے طريقو لټولو والا (يعنې هٰغه بنده چا چې کلمه هم وئيلي وي، مسلمان شوے هم وي او بيا هم د جهالت د زمانے ګناهونه او بد رسمونه خوښوي، هغۀ د الله


 

 



[1]... ابن ماجہ، حدیث:1486۔