Dore Jahalat Ki Nishani

Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani

داخل شو. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د جشنِ ازادۍ ورځ (Independence Day)

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يو څو ورځې پس 14 اګست راتلونکے دے، زمونږ پۀ خوږ وطن پاکستان کښې پۀ 14 اګست د جشنِ ازادۍ ورځ نمانځلے کيږي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پاکستان د الله پاک ډير لوئي نعمت دے * پۀ بَرِّصغير (Subcontinent) کښې مسلمانان کم او زيات تر 100 کالو پورې د غلامۍ پۀ زنځيرونو تړلي وو * مسلمانانو ته به د ذِلت پۀ نظر کتلے کيدل * پۀ دوئي باندې به ظلمونه کيدل * کافرانو به مسلمانانو ته ځاني او مالي نقصان رسولو * پۀ وړه وړه خبره باندې به يـې د دوئي عزتونه د ښپو لاندې راوستل *د مُسلَے وئيلو سره به يـې ورپسې ټوقې کولې * او پته نه لګي چې څنګه څنګه تکليفونه به يـې ورکول. بيا رَبِّ کريم مونږ ته خپل ازاد اِسلامي ملک عطا کړو. پۀ دې باندې چې د الله پاک څومره شُکر هم ادا کړے شي نو کم دے.

خو ورسره ورسره دا هم ياد ساتل پکار دي چې پاکستان مونږ ته پۀ تحفه کښي نۀ دے راکړے شوے، دا د کم او زيات د 100 کالو د محنت نتيجه ده، د عظيم عاشقِ رسول علّامه فضلِ حق خير آبادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د ازادۍ تحريک شروع شوے وو، پۀ کال 1857ء کښې د ازادۍ پۀ دې تحريک کښې تقريباً 22 زره علمائے کرام شهيدان شوي وو، ([1])  د ډيرو ظلمونو باوجود عاشقانِ رسول علمائے کرامو شپه ورځ محنت وکړو *سيد محمد محدِّثِ کچهوچهوي * مولانا مصطفٰے رضا خان * مفتي نعيم الدين مراد آبادي * پير جماعت علي شاه صاحب * مولانا احمد قادري * مولانا عبد الماجد بدايوني * عبد العليم ميرټهي * سيد احمد سعيد کاظمي * مفتي احمد يار خان نعيمي او د هغوئي نه علاوه پۀ زرګونو عاشقانِ رسول علمائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم شپه


 

 



[1]... تحریکِ آزادی 1857ء میں علماکا مجاہدانہ کردار، صفحہ: 22 تا 23 و 29 ملتقطاً۔