Dore Jahalat Ki Nishani

Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani

پاک پۀ نزد ډير ناخوښه دے) (3): او دريم کَس: د مسلمانانو د وينو تږے. ([1])

پۀ اِسلام کښې پوره پوره داخل شئ!

الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا ادْخُلُوْا فِی السِّلْمِ كَآفَّةً۪- (پارہ:2، سورۂ بقرہ:208)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ! پۀ اِسلام کښې پوره پوره داخل شئ.

يعنې اے ايمان والؤ! د اِسلام پۀ رنګ کښې پوره رنګ شئ! * عقيدے هم اِسلامي ساتئ! * اَعمَال هم اِسلامي اِختيار کړئ! * صورت هم اِسلامي جوړ کړئ! * سيرت هم د مسلمانانو والا ساتئ! * چې ستاسو نومونه هم اِسلامي وي * کارونه هم اِسلامي وي * ستاسو ژوند هم اِسلامي وي * مرګ هم اِسلامي وي * واده * خوشحالي هم اِسلامي وي * د غم او د خفګان انداز هم اِسلامي وي * رسم او رواج هم اِسلامي وي * او طور طريقے هم اِسلامي وي، غرض دا چې خپل مرګ او ژوند اِسلامي جوړ کړئ!

د قرآنِ کريم د مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خُلاصه ده: څوک چې کور ته داخل شي، هغۀ د ګرمۍ، يخنۍ، باران، غلا وغيره نه محفوظ شي، داسې اِسلام هم لکه چې يوه وداني ده، کوم مسلمان چې دې ته داسې داخل شو چې * پۀ زړۀ کښې يـې اِسلامي عقائدو کور کړے وو * پۀ دماغو کښې يـې عشقِ رسول وو * او پۀ اندامونو کښې يـې اِسلامي احکام نافذ وو، هغۀ د شيطان د غلا نه هم بچ شو او د دوزخ د ګرمۍ، يخنۍ نه هم محفوظ شو. ([2])

 الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي چې مونږ هم داسې پۀ اِسلام کښې پوره پوره


 

 



[1]... مشکاۃ، حدیث:1486۔

[2]... تفسیرِ نعیمی، جلد 2۔