Book Name:Dore Jahalat Ki Nishani
ده، زمونږ پۀ معاشره کښې هم د اولډ هاؤس (Old House) رواج زياتيږي * قطع تعلق (يعنې رشتے پريښودل) بلکې د خپلوانو سره انختل، د حسد، بُغض له وجهې د هغوئي سره جګړې کول د جهالت د زمانے تيارۀ ده، نن سبا کوم يو داسې کور دے چرته چې جګړې نه وي، ورور د ورور دښمن دے، د چا د کشر ترۀ سره نۀ لګي، څوک د مشر ترۀ نه خفه دے، د چا د [پلار د اړخه د] ترور نه نفرت دے، څوک د [مور د اړخه د] ترور نه بيزاره دے * د طاقتورو پۀ کمزورو باندې حکم چلول، ويرول، دهمکي ورکول، د کمزورو حق خوړل، د جهالت د زمانے تيارۀ ده، زمونږه پۀ معاشره کښې تر کومه حده پورې خوره شوې ده، ټولو ته به د دې ښه اندازه وي * سندرې، سازونه، ميوزک (Music) وغيره د جهالت تيارې دي، زمونږه پۀ معاشره کښې دا ګناهونه دومره عام شوي دي چې بعضې وخت پۀ جوماتونو کښې هم ميوزيکل ټونز (Musical Tunes) اوريدلے کيږي * د بے حيايۍ والا شعرونه ليکل، لوستل، د ځان سره وئيل د جهالت پۀ زمانه کښې عام وو، زمونږه پۀ معاشره کښې هم عام دي، بعضې شاعران داسې بے هوده شعرونه ليکي، پۀ ډک محفل کښې يـې وائي، يوټيوب، فيس بُک وغيره له د دې ويډيوز (Videos) ورکوي، داسې د بے حيايۍ والا شعرونه...! که څوک حيا دار يـې واوري نو غوږونو له به ګوتې يوسي، دا هم د جهالت تيارۀ ده * شپيلي وهل، پړقې وهل د جهالت رواج دے، نن زمونږه کوم يو داسې محفل وي چې د پړقو نه خالي وي؟ * جواري کول د جهالت د زمانے انداز دے، لږ يـې ولټوئ چې زمونږ پۀ ملک کښي د جوارۍ څومره اډې دي، څومره خلقو د جوارۍ له وجهې خپل کورونه برباد کړي دي * نسلي تعصب، پۀ خپل پلار نيکه باندې فخر کول د جهالت د زمانے تيارۀ ده، نن سبا څومره خلق دي کوم چې د نسل پرستۍ پۀ بنياد فسادونه کوي * سود د جهالت د زمانے لعنت دے، نن سبا زمونږ پۀ معاشره کښې هم د دې رواج دے بلکې ورځ پۀ